IQNA

د ایران د پوځ د ذوالفقار۱۴۰۱مانورې نتیجو د پوځ توانمنۍ نندارې ته وړاندې کړې

6:52 - December 31, 2022
د خبر لمبر: 3486679
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي  دغه راز ټينګار وکؤ،  د ذوالفقار ۱۴۰۱ګډې پوځي مانورې بریالۍ اجرا دښمنانو ته ښئ  چې  هروخت او هرچه  د اسلامی ایران د ټاټوبي په ضد اقدام وکړي ،نو پښمانه کونکی ځواب به ترلاسه کړي.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي امیر الحبر حبیب ا... سیاري د ذوالفقار ۱۴۰۱ګډې مانورې ترسره کیدا  دایران داسلامی جمهوریت د مقدس نظام په دفاَع، خپلواکۍ  او مځکنۍ بشپړتیا ساتلو کې  دپوځد توانمنیو نندارې ته وړاندې کول وبلل.

په راپور کې وئيل شوي دي،امیر البحر حبیب ا... سیاري  ددغې مانورې ترسره کیدا ته په اشارې سره  روښانه کړه  په دغې مانورې کې د  د کابو دوو سوو مشقونو ترسره کیدا  منجمله هغه تکتیکونه چې باید اجرا شي،د ډول ډول توغندیو آزمویل، دتوپونو  حملې او دغه راز د مختلفو وسلو او تجهیزاتو  کارول پکې اټکل شوي دي

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي  دغه راز ټينګار وکؤ،  د ذوالفقار ۱۴۰۱ګډې پوځي مانورې بریالۍ اجرا دښمنانو ته ښئ  چې  هروخت او هرچه  د اسلامی ایران د ټاټوبي په ضد اقدام وکړي ،نو پښمانه کونکی ځواب به ترلاسه کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125524

captcha