ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداري په یوه خبری کنفرانس کې روښانه کړه،د اسلام اباد حکومت ګروهنه نه لري، په ځان له سر د طالبانو دموقته حکومت د په رسمیّت پيژندنې اقدام وکړي او ترجیح ورکوي،دغه بهیر په نړیوالې اجماع سره تعقیب کړي.
د پاکستان خارجه زویر په دې خبرې په ټينګار سره چې اسلام ابادد خپلو ګټو لپاره د طالبانو له موقته حکومت سره تعامل لري ،ووئيلپاکستان به په یو اړخیزه توګه دافغانستان داوسني موقته واکمن پلاوي د په رسمیّت پيژندنې لپاره اقدام ونه کړي.
د پاکستان خارجه وزیر په افغانستان کې سوله د پاکستان او د سیمې لپاره په حیاتي بللو سره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،څو د یوه انساني بحران د رامینځةکیدا د مخنیوی په خاطر دې له طالبانو سره ملګرتیا وکړي.بلاؤل زرداري همداراز د افغانستان پر واکمن لوري هم غږ وکړ،څو پخپلو ژمنو په تیره بیا د انساني حقوقو او د میرمنو د حقوقو او دانجونو د زده کړو په باب دې پخپلو ژمنو عمل وکړي.
د پاکستان خارجه وزیر همداراز ووئيل،کله واک ته ورسیدو،نو فیصله مو وکړه چې له خپلو اختلافاتو ته له پامه پرته،د افغانستان له چارواکو سره دملی ګټو په لړ کې تعامل وکړو،خو د افغانستان د موقته حکومت د په رسمیّت پيژندنې په باب به یو اړخیز اقدام ونه کړو.هغه د چمن د سپین بولدک سرحدي لارې تړل کیدا په باب هم ووئيل، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنیتی ځواک ترهه ګرې حملې ددغې سترې لارې د تړل کیدا سبب شوي دي او دطالبانو له موقته حکومته مو غوښتي دي چې اجازت ورنکړي ، دافغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمال شي.