IQNA

د افغانستان خاوره دهیڅ یوه هیواد په ضد نه استعمالیږي

14:04 - March 05, 2022
د خبر لمبر: 3485489
تهران(ایکنا) – په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په دې خبرې کولو سره چې  د طالبانو حکومت د هیڅ یوه هیواد لپاره ګواښ نه حسابیږي ، ووئيل ،د افغانستان  له خاورې به د یوه هیواد په ضد هم استفاده ونه شي .

 ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،سراج الدین حقاني  د کابل د پولیسو یو شمیر محصیلینو د فارغ التحصیلۍ په دستورو کې  د رسنیو په وړاندې پخپل لومړني شتون کې  ووئيل ، حکومت  له درستو هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیانو سره د سوله ایزو اومناسبو اړیکو په ټينګولو پسې دی .

 حقاني دافغانستان پوځ او پولیسو ته په خطاب کې زیاته کړه ،  دوي ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی او هغه کسان چې له هیواده بهر تللي دي ،بیرته راګرځيدلی او دخپل هیواد خدمت کولی شي .

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز ووئيل  د افغانستان  ولس له څلورو لسیزو وروسته  خپلو  هغو غوښتو ته چې  د پرَدیو هیوادونو له شتون پرته د اسلامی حکومت ټينګیدا ، او د سولې او امنیت رامینځةکیدا ده رسیدلی دی .

داپه داسې حال  کې دي ، چې د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت  دکورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني دلومړني ځل لپاره د رسنیو په وړاندې حاضر شوی او دهغه عکس د لومړي ځل لپاره رسندوئي  شوی دی . سراج الدین حقاني د طالبانود  حکومت تر ټولو قدرتمنه څیره حسابیږي او د حقاني چینل مشر هم دی  او د ددي د وژل کیدا  او یا د ورسپارلو په باب، د امریکا حکومت  لس میلیون ډالري جایزه هم ټاکلې ده  

https://www.irna.ir/news/84670996/%  

captcha