IQNA

په برنائي کې د قرآن د سیالیو څلورم پړاؤ ترسره کیږي

16:29 - February 13, 2022
د خبر لمبر: 3485413
تهران (ایکنا) -  د برونائي هیواد ملی  ورځې  په مناسبت  له څلویښتو کلونو زیات عمر لرونکو کسانو لپاره دقرآن کریم د قرائت  سیالیو څلورم پړاؤ  په راتلونکي میاشت کې ترسره کیږي .

ایکناخبری اژانس د برونئ بولیټن له قوله راپور راکړ ،د برونائي هیواد له اته دیرشمې ملی ورځې سره په یووخت،په دغه هیواد کې له څلويښتو کلونو زیات عمر لرونکو سړیو او ښځو د قرآن د سیالیو  څلورم پړاؤ  ترسره کیږي .دغه سیالۍ ددغه هیواد ددینی چارو له وزارت سره  داړونده جوماتونو د  چارو د ادارې  او د محمد جمال العالم جومات د کمیټې د غړو  په وسیله  په ګډه ترسره کیږي .

په برونائي کې ګروهمن کسان په جلان سامبلینګ سیمې کې د جوماتونو د چارو  له ادارې څخه دګډون فارمونه ترلاسه کولی شي .په دغو سیالیو کې  ګډون کونکي مینه وال باید  دخپلو نامو ثبتول  د فرورۍ تر اته ویشتمې نیټې پورې ولیږي،دغه سیالۍ د کب یا اسفند د میاشتې له څوارلسمې تر شپاړسمې نیټې پورې ترسره کیږي .

په برونائي کې  دوحدت او ورورولۍ د پیاوړتیا په موخې سره د قرآن کریم د حفظ او قرائت  څه دپاسه دیرش سیالۍ ترسره کیږي . 

سره له دې چې برونائي ډير واړوکی هیواد دی، خو په دغه هیواد کې څه دپاسه سل ستر او پرتمین جوماتونه جوړ شوي،چې ترټولو ستر پکې  د  سلطان عمر علی سیف الدین په نامې سره جامع جومات دی چې په ۱۹۵۴کال کې  جوړ شوی دی .

 https://iqna.ir/fa/news/4035935

captcha