IQNA

د نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره دډيپلوماټيکو هڅو دوام ضروري دی

13:57 - February 10, 2022
د خبر لمبر: 3485397
تهران (ایکنا) -د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره له کتنې وروسته د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو په خاطر د ډيپلوماټيکو  هلوځلو پر دوام ټینګار وکړ او دا ئې یوه ضروري چاره وبلله .

ایکناخبری آژانس د  فارس له قوله راپور راکړ،د روسیې ولسمشر پرون په یولړ څرګندونوکې  د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره په کتنې کې چې د ماسکو په سفر تللی ؤ ،ووئيل ، مونږ  د ایران د ایټمي موافقې د وضعیّت او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء په باب چې په ۲۰۱۵کال کې تصویب شوې،او د ملګروملتو امنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه  په اساس تائيد شوې ده ، بحث او خبرې اترې وکړې .  

  د ورسیې ولسمشر ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره د ډيپلوماټيکو  هلوځلو د دوام په ضرورت ټينګار کړی او وئيلی ئې دي ،  مونږ سره ګډ نظر لرو چې ددغه لويۍ سند د ساتلولپاره دسوله ایزو حل لارو ته د هڅولو او د ډيپلوماټيکو  هڅو دوام ضروري دی .

 داپه داسې حال کې دي چې په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د روانو خبرواترو په بهیر کې دوې مهمې موضوعګانې،د ایران اسلامی جمهوریت پرې جدي ټينګار کوي ،د بندیزونو لغوه کیدا او تائيدیدا ئې او  دغه راز هغه ضمانتونه دي چې ایران ورباندې ډاډمن شي .

 په داسې حال کې چې روسیه او چین په دغو خبرواترو کې د ایران د منطقي غوښتنو ملاتړ کوي ،وئيل کیږي ،چې لویدیځوال دخبرواترو په میز  دایما داسې کړچار غوره کوي ، چې هره ورځ اړوي رااوړي  او په شوو پرمختګونو کې د بیا کتنې غوښتې کوي.

https://www.farsnews.ir/news/14001121000054/پوتین-

captcha