IQNA

په بریتانیا کې یوه غیرمسلمان؛حسین اود عدالت په لاره کې مبارزه نومې کتاب تصنیف کړ

18:57 - December 11, 2021
د خبر لمبر: 3485100
تهران(ایکنا)- په انګلستان کې یوه غیر مسلمان  د ؛حسین او د عدالت په لاره کې مبارزه ،نومې یو کتاب لیکلی چې د  اوسمهاله لیدتوګو نومې خپروندوي په همت سره دغه کتاب په بریتانیا چاپ او خپور شو .

ایکناخبري آژآنس د انګلستان   اوسمهاله لیدتوګو  خپروندوئې د حضرت  امام حسین علیه السلام  د ژوند په باب د یوه مسیحي څیړاند اولیکوال  کریس هیور په قلم سره دغه کتاب په لومړي ځل دوه زره  نسخې چاپ  او خپور کړی دی .

ددغه کتاب لیکوال کریس هیور  چې په مسیحي الهیاتو،زده کړې ،اسلامی مطالعاتو  او ددینو ترمینځ( دمطالعاتو څيړاند او لرونکی دی ، وائي ، هڅه کوي ،له دغه کتابه  په بریتانیا کې د مذهبی مطالعاتو د  درس د معلمانو د یوې سرچینې په توګه استفاده وشي      .

 د انګلستان  اسلامی مرکز د وینا په اساس، د اوسمهاله لیدتوګو دخپروندوئې د مدیر سید هاشم موسوۍ په قلم سره ددغه کتاب په سریزې کې راغلی د ي، د حضرت امام حسین علیه السلام د مجاهدت او سرښیندنې د کلني درنښت دستورې ډيری مسلمانان اړباسي څو خپل دین لاښه وپيژندي  او د اسلام دشرافتمندانه اصولو په اساس ژوند ولرل شي .پر دې  اساس دهغه څه د درک کولو لپاره چې  امام حسین  دخپل ژوند په اوږدو کې د هغه دین د ساتلو لپاره چې د هغه نیکه بزرګوار حضرت محمد مصطفی(ص) بشریّت ته ډالۍ کړی ؤ مهم  دي . امام بزګوار د ظالم او جابر واکمن په وړاندې دحق او حقیقت  بیانول واجب وګڼل او انسانیّت ته ئې وښودله چې کله  دانسانیّت  حقیقت له خطرې سره مخ شي، نوباید پاڅون وشي او ددغه حقیقت  او منطق دساتلو په لاره کې بیا قرباني ورکړل شي .  هغه په دوام کې وئيلي دي  دحضرت امام حسین علیه السلام د ژوند او شهادت د انګیزو  د کشفولو لپاره  دمسلمانواو غیر مسلمانو څيړاندو او لیکوالانو  له ډيرو زیاتو هلوځلو سره سره ،، د امام حسین د ژوند څخه د بشریّت د بیلګې په توګه په انګریزي ژبه  لازم عملي سرچینې  نشته  او په همدې دلیل دغه مرکز د ؛حسین او د عدالت په لاره کې مبارزه نومې  دکتاب د لیکلو لپاره  دمسیحیي اودینونو د مطالعاتو  له یوه کارپيژاند او لیکوال ډاکټر کریس هیور سره  ئې ملګرتیا کړې ده.

ډاکټر کریس هیور هم پخپلې سریزې کې لیکلي دي ،ډیر خلک چې تیار دي ،خپل ژوند له خطرې سره مخامخ کړي څو وتوانیږي ،څو د حسین د یاد او درنښت په دستورو کې ،یعني دهغه کس په یاد او درنښت کې  چې د اسلام د پیغمبر  محمد لمسی ؤ ، ګډون وکړي ،څه وائي ؟ دغه واقعه د عدالت او حقیقت لپاره د یوه بریالیتوب پهتوه په نظر کې نیول کیږي چې  د فسادګرو او مستبدو کساانوپه اقدام پسې  چې د مسلمانانو د ټولنې رهبري ئې کړې وه ،رامینځةشوي وه .

د امام حسین  علیه السلام  د ژوند پّ باب د یوه غیر مسلمان متفکر په قلم سره ددغه کتاب تصنیف، هغه ځانګړنه ده چې د امام  حسین په باب د  مسلمانانو دنورو تالیفاتو ترڅنګ  لویدیځوالو  مخاطبانو ته د سید الشهدا علیه السلام د ژوند او سیرت په باب  دلازیات فهم وړ  اخستون وړاندې کوي .

په انګریزي ژبه د Hussain and the Struggle for Justice»  په نامې سره کتاب دم ګړۍ په درستې نړۍ کې  د آمازون انټرنیټي بازار  له لارې او دغه راز  د انګلستان داسلامی مرکز او ؛ ایم ؛ موسیسې  په وسیله  مینه والو ته وړاندې کیږي . تردې  دمه  ددغه کتاب ډيرې نسختې ، په آسټریلیا ،کینیډا ،امریکا او انګلستان  کې  مینه والو ته لیږل شوي  دي .

https://iqna.ir/fa/news/4020129/%D

captcha