تيرماښام خواوشا اوه نیمې بجې ناپېژندل شويو وسله والو دجلال اباد څلورمه ناحیه دبیز اکمالاتې په سیمه کښې د مولوې عزت الله عزتمند په نوم یو دینی عالم په ډزو وواژۀ برید کوونکي له سیمې په تیښته بریالې شول .
دننګرهاز د والې ویاند عطاالله خوګیاڼي وويل، دپيښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په وینا یې چې دپولیسو پلټنې پيل شوي دې مولوې عزت الله د ننګرهار ولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ اوسیدونکی او حکومت پلوه دینی عالم ؤ نوموړي په ځينو سیمه ییزه رسینیو کښې دینی خپرونې هم چلولې تیره اونۍ د ننګرهار د ښيوې په ولسوالې کښې د قلعټک د سیمې د جامع جومات امام مولوې صفې الله حنفې هم ناپېژندل شويو وسله والو په ډزو وژلې ؤ.