د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن په یو لړ څرګندونو کې د روسیې په خلاف دامریکا نوو بندیزونو ته په اشارې سره ووئیل د کیمیائی وسلو دبندیز نړیوالې موسسې (او پی سی ډبلیو) د روسیې دکیمیائی وسلو د سلاکوټونو ختمول تایئد کړی او دا په داسې حال کې دی چې واشنګټن تر دې دمه دغه بهیر تر پایه نه دی رسولی .
د روسیې خارجه وزیر په دې خبرې کولو سره چې روسیه درې کاله کیږی ، دخپلو کیمیائی وسلو سلاکوټونه ئې ختم کړی دی او دکیمیائی وسلو دبندیز نړیوالې موسسې هم تائید کړی دی ، ووئیل ، امریکا هم باید له روسیې سره په برابرې مودې کې دغه مرحله پای ته رسولی وائ .
لاؤروف په دې خبرې سره چې امریکا نیّت لری ، دخپلو کیمیائی وسلو له مینځه وړل تر ۲۰۲۰ کال پورې وځنډوی روښانه کړې ، امریکایان دکیمیائی وسلو له ختمولو سره په چورلټ ډ ول مخالف دی .
د امریکا خارجه وزارت په همداوروستیو کې په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، دروسیې په ضد نوی بندیزونه د اګست له دوویشتمې نیټې اجرائی کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i75568