IQNA

د ایکنا ځانګړي/

د پاکستانی هنرمند لاس لیکلې قرآن نه مخروڼی

0:16 - March 08, 2017
د خبر لمبر: 3480422
نړیواله ډله: د پاکستانی هنرمند جواد رسولی لاس لیکلې قرآن ۲۹ سپارې نسخه د کویټه ښار په مراسمو کې یی مخروڼې وشو.
د پاکستانی هنرمند لاس لیکلې قرآن نه مخروڼی

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) له پاکستان، د مصباح القرآن اکاډمۍ له اړخه قرآنی فعالو کې د جوایزو وېش او د دریم جشنوزمې مراسم د پاکستان کویټه ښار ژنرال موسي پوهنځي کې پيل شو.

په دې مراسمو کې لومړي په دې اکاډمۍ کې د قرآن کریم د حفظ او قرائت پروګرامونو په اړه راپور وړاندې شو او په ادامه کې د اکاډمۍ چارواکو خپلو خبرو کې د قرآن کریم او د تلاوت اهمیت یی د روایاتو او حدیثونو په رڼا کې بیان کړو.

د مصباح القرآن اکاډمۍ مشر عباس جعفري، قرآن د هدایت کتاب ټاکلو سره وویل: هغه کس چې د وحي کلام سره منګلې ولګولې، الله هغه ته نجات ورکوي او همدارنګه هر هغه کس چې له قرآن نه شفا ترلاسه کړي الله به هغه ته شفا ورکړي.

د دې مراسمو په اخیره کې د قرآنی مقابلو په مختلفو برخو کې ګټونکو ته جوایز او ستاینه لیک اهدا کړو.

په دې مراسمو کې د جواد رسولی د قرآن لاس لیکلې ۲۹ سپاره چې پاکستانی هنرمند او د فارسي ژبي ډاکټرتیا محصل دي او لومړي ځل یی پاکستان کې په نسخ خط ولیکلو د بلوچستان ولایتي غونډې استازي سید آغا رضا او د دې ولایت نورو محلي چارواکو په شتون کې مخروڼې وشو.

د بلوچستان ولایتي غونډې استازي پنځوس زره روپۍ د جایزې په توګه جواد رسولی ته ورکړي او نورو چارواکو هم دې پاکستاني هنرمند ته د ټولو قرآن په لاس لیکلو کې د مرستې ژبه وکړه.

جواد رسولی ایکنا سره مرکه کې وویل: د تهران په پوهنتون کې چې کله محصل وم دا قرآن مي په شپږو میاشتو کې لیکلې وو او هر وخت به مي غوښتل چې آیتونه ولیکم نو لومړي به مې وضو کولو.

دې خبري ته پام سره چې پاکستان کې د ایکنا خبریال په معرفي او کوښښ سره جواد رسولي تیار شو چې د دې لاس لیکلې قرآن د مصباح القرآن اکاډمۍ په مراسمو کې مخروڼې وکړي.

http://iqna.ir/fa/news/3581155


captcha