قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د وین امام علی علیه السلام اسلامی مرکز ټېليګرام چینل نه په نقل، ۲۴ ذی الحجه د مباهله ورځ ده چې په دې ورځ باندې پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله خپلو اهل بیت یعنې حضرت فاطمه سلام الله علیها، حضرت امام علی علیه السلام، حضرت امام حسن علیه السلام او حضرت امام حسین علیه السلام سره د نجران نصرانی عالمانو سره مباهلې لپاره تلې وو خو ولی د نجران عالمان د مباهلې له نتیجې نه وېره وکړه او له مباهلې نه ورستو شو او د الله رسول صلی الله علیه و آله ته تسلیم شو.
فَمَنْ حَآجَّكَ فِیهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَ أَبْنَاءكُمْ وَ نِسَاءنَا وَ نِسَاءكُمْ وَ أَنفُسَنَا و أَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِینَ: نو هرڅوک چې جګړه کوي له تا سره په (باره د) عيسى کې وروسته له هغه چې حاصل شو تاته (صحيح) علم (د عيسى په بندګي او نبوت) نو ووايه (اى محمده ! دوى ته ) راځې !چې را وبولو زامن زموږ او زامن ستاسې او ښځې زموږ او ښځې ستاسې او ځانونه خپل او ځانونه ستاسې بيا به التجا عاجزى وکړ(په دعا کې ) نو وبه ګرځوو موږ(وبه وایو) لعنت د الله په دروغجنانو باندې(د العمران سورت ۶۱ آیت)
۲۴ ذی الحجه پیغمبر صلی الله علیه و آله باندې د اهل بیتو علیهم السلام په شان کې د تطهیر آیت نازل شو چې ټول روایت یی د کساء حدیث شریف کې راغلې.
وَقَرْنَ فِی بُیوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِینَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا یرِیدُ اللَّهُ لِیذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیتِ وَیطَهِّرَكُمْ تَطْهِیرًا: او قرار ونیسئ ( اى ښځو! ) په كورونو خپلو کې او مه ښکاره کوئ ( ښایست خپل بېګانه سړيو ته ) په شان د اظهار( او ښایست ) د جهالت ( د ښځو) لومړنيو. اوسم ودروئ لمونځ ( چې دیدني عباداتو اصل دی) اوور کوئ زکات ( چې د مالي عباداتو اصل دېی او( تل ) اطاعت کوئ د الله او د رسول د دغه ( الله ) . بيشكه همدا خبره ده چې اراده لري الله د دې چې لرې كړي له تاسې ګناه اى اهل البيت ( کورنۍ د محمد رسول الله) اوچې پاك كړى تاسې ( له ګناه ) په پاکوالي .
۲۴ ذی الحجه هغه ورځ ده چې امام علی علیه السلام په جومات کې د لمونځ په حالت کې خپله ګوتمه سوالګر ته ورکړه او د مائده سورت ۵۵ مشهوره آیت د هغه حضرت د ولایت په شان کې نازل شو.
لاړ شه زه سوالګره د علی در ته لاړ شه
د بادشاهي ګوتمې له کرمه سوالګر ته بخښي
http://iqna.ir/fa/news/3533070