قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د جاپاني مسلمانانو سازمان چې ۵۰۰ غړې لري د یوې لسیزې نه وروسته د اسلامی مرکز جوړېدو خوب، د هغه جاپانی مسلمانانو لپاره چې اسلام او اسلامی کلتور سره مینه لرې د اسلام معرفي کولو موخې سره، پوره او د ټوکیو شیناګاوا سیمه کې جوړ شو.
د ټوکیو یویوګی کوڅه کې د جاپاني مسلمانانو سازمان د لمانځه یوه کوچنۍ ځای وو چې د نوې مسلمانانو لپاره د هغې بيدا کول سخت وو.
په کال ۲۰۰۳ کې چې دې سازمان د جوړېدو ۵۰ کلیزه ترسره کړه، د اسلامی مرکز جوړولو لپاره د پيسو جمع کول شروع کړل او تقریباْ ۲۴۰ ملیون ین(جاپاني پیسه) باندې درې چتیزه مرکز جوړو لپاره ځمکه واخیستله.
د اسلامی کلتور تبادلې مرکز په مسلمانانو کې د پوهنې ودې او د غیر مسلمانانو لپاره جوړ شوي چې د دې کال مهر میاشته کې پرانیستا شوی.
اسلامی کلاسونه په عربی او اندونیزیا ژبي کې ترسره کېږي چې د دې مرکز د اصلی پروګرامونه نه دي.
د جاپان د مسلمانانو سازمان مشر کیمیاکی توکوماسو وایئ: هیله لرم چې دا مرکز به د مسلمانانو او د غیر مسلمانانو لپاره د ښه پوهنې او درک ځای وې.
هغه زیاته کړه: مسلمانانو او غیر مسلمانانو ترمنځه اړیکې مضبوط کولو لپاره د جاپان خلک هم سودمند دي.