IQNA

سينګاپور کې اسلامی علمونو ښوونکو باندې د ډېر څارنې غوښتنه

8:30 - August 27, 2016
د خبر لمبر: 3480166
نړیواله ډله: د سينګاپور مسلمانانو لارښودو د اسلامی علمونو ښوونکو لپاره د نور ډېر سخت او ټینګ کړنلاره او د هغې لپاره د فعالیت ثبت کولو او رسمي باور لیک ورکولو کې نور هم زیات سختي غوښتنه کړې.
سينګاپور کې اسلامی علمونو ښوونکو باندې د ډېر څارنې غوښتنه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Straits Times خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سينګاپور مسلمانانو لارښودو په انټرنیټ کې د افراطی ایډیالوژي خپرېدو له سببه چې نتیجه یی د سينګاپور کې د ځنې خلکو افراطی ډلو ته د تمایل سبب ګرځې د اسلامی علمونو ښوونکو لپاره د نوم لیکنې اصولو غوښتنه وکړه.

هغې اعلان کړې چې باور لیک، د دې ضمانت ورکوې چې دینی ښوونکې د ټولنې د لارښود په توګه په شرایط پوره دي.

سينګاپور کې د ښوونکو پېژندنه پروګرام په کال ۲۰۰۵ کې معرفي شوې وو، په دې پروګرام کې د سينګاپور مسلمانانو لارښودو د ښوونکو لپاره د نوم لیکنې غوښتنه کړې وه چې د دغه هیواد مسلمانان هغه ښوونکې چې دینی شرایط لرې وپېژني.

دا غوښتنه د سينګاپور نه شام ته د داعش سره یو کېدو لپاره د دوه کسانو نیولو خبر سره څرګنده شوي.

له جنوري میاشتې راهیسې یو شمېر سينګاپوری د ترهګري فعالیتونو کې لاس لرو په جرم نیولې شوي.

چې ډېر په کې د بهرنې افراطی دینی ښوونکو ښودو په سبب دغه فعالیتونو ته جذب شوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3524434


captcha