IQNA

د اسلامی همکارۍ سازمان

10:44 - August 25, 2016
د خبر لمبر: 3480159
کشمیر کې د بشري حقونو نه سرغړونه د هند دنننۍ مسئله نه ده

نړیواله ډله: ایاد مدنی، د اسلامی همکارۍ سازمان مشر په پاکستان اسلام آباد یو کانفرانس کې تاکید کړې چې کشمیر هغه برخه چې د هند د لاس لاندې ده کې د بشري حقونو نه سرغړونه دنننۍ مسئله نه او نړیواله ټولنه باید دې مسئله ته پام وکړې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Daily Kashmir خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، مدنی په دې خبرې کانفرانس کې چې د پاکستان لومړۍ وزیر خارجی چارو مرستیال سرتاج عزیز هم په کې شتون لرلو په کشمیر کې د بشري حقونو نه سرغړونه او د پولیس او د مسلمانانو ترمنځه نښته کې د یو شمېر کسانو ووژنې باندې اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل: اسلامی همکارۍ سازمان به په کشمیر کې د بشري حقونو نه سرغړونه څرګندولو ته ادامه ورکوې تر هغه چې دا مسئله د ملګرو ملتونو د پريکړه ليک سره سم دی او د کشمیر د ولس د غوښتنو په رڼا کې نه حل کېږي.

د اسلامی همکارۍ سازمان اندېښنه څرګنده کړه چې د هند ځواکونو د کشمیر عمومي خلکو په خلاف دا تاوتریخوالي ډېر شدید دي او له نړیواله ټولنې نه یی غوښتنه وکړه چې د دې تاوتریخوالي په خلاف اواز اوچت کړې.

د پاکستان د لومړۍ وزیر خارجی چارو مرستیال سرتاج عزیز هم په دې کانفرانس کې شتون لرلو او له اسلامی همکارۍ سازمان نه یی مننه وکړه او وې ویل: مونږ د هند او د پاکستان ترمنځه د کشمیر مسئله د خبرو اترو په لاره حل کول غواړو.

هغه زیاته کړه: نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو نړیواله سازمان هم باید په کشمیر کې د بشري حقونو نه سرغړونې ته توجه وکړې.

سرتاج عزیز همدارنګه، د اسلامی همکارۍ سازمان مشر بان کی مون، نه د کشمیر په اړه بیانیه ورکولو باندې مننه وکړه او وې ویل: د ملګرو ملتونو سازمان مشر د هند او د پاکستان ترمنځه د کشمير مسئله په خبرو اترو سره حل کولو باندې تاکید کړې او هیله لرم چې هند به هم د هغوي دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

http://iqna.ir/fa/news/3524215


captcha