IQNA

د آل خلیفه روانه پروژه، د شیعیانو په بشپړه توګه حذف کول

16:32 - July 21, 2016
د خبر لمبر: 3480130
نړیواله ډله: په بحرین کې د رژیم د وروستيو ځپونکو اقداماتو نه پس د دغه هیواد د بشري حقوق شورا یوه بیانه خپره کړې چې د دې اقداماتو موخه د شیعیانو له سیاسي ډګر نه په بشپړه توګه حذف کول دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بحرین بشري حقوق ادارې تاکید کړې: د بحرین د حکومت اخیرنۍ اقدامات چې د شیخ عیسی قاسم محاکمې اعلان، د جمعیت الوفاق(تر ټولو ستره مخالف جمعیت) منحلولو سره شروع شوې، دینی ازادی محدود کول او د بحرین تر ټولو لوي جمعه لمونځ اقامه کوونکې شیخ محمد صنقور نیولو نه شروع شوې چې د دې پروژه اصلی موخه د بحرین د شیعیانو د دغه هیواد په سیاسي ډګر نه حذف کول دي. دې بیانیه کې د بحرین باچا حمد بن عیسی د دې هر څه مسئول ټاکلې شوي.

دې ادارې تاکید کړې: د جمعیت الوفاق خلاف اخیرني اقداماتو د نړیواله قانون تر خپو لاندې کول او دا خطرناکه هڅې او سیاسي ازادی باندې نیوکې څرګنده کړې.

په دې بیانیه کې تاکید شوې دې چې بحرین کې دینی ازادی تر ټولو ټیټې سطح ته رسېدلې او نړیواله ټولنه باید په خپل انساني وظیفه عمل کولو سره د بحرین د خلکو مرسته وکړې او د بشري حقوق اصول باندې عمل وکړې.

د بحرین تر ټولو لوي جمعه لمونځ اقامه کوونکې نیوکه

العالم همدارنګه راپور ورکړې چې د بحرین امنیتي ځواکونو د بحرین تر ټولو لوي جمعه لمونځ اقامه کوونکې شیخ محمد صنقور نیولې دې.

د بحرین امنیتي ځواکونو علامه شیخ محمد صنقور چې د جمعه لمونځ ورکولو په اړه نیولی شوې دې هغه یی د تیر میاشته په 28 باندې د بحرین سترې محاکمې ته وړاندې کړې.

http://iqna.ir/fa/news/3515819


captcha