قرآنی خبر خبروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المواطن برېښنايي ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان عالمانو شورا د دې دینی عالم او شخصیت ترور باندې د خفګان او محکوم کولو سره غبرګون ښودلې: که چرې په دې برخه کې غفلت او ناکامي څرګنده شوه نو دا شورا به غلې نشي.
د پاکستان عالمانو شورا مشر شیخ طاهر محمود الاشرفی او د دې شورا عمومي منشي شیخ زاهد القاسمی هم د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې چې دا جنایت کوونکې دې زر تر زر ونیولې شي.