قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «ایوینینگ پست» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د لیدز ښار هارهیلز برخه کې بلال جومات چې زیات پر کې پاکستانیان استوګنه دې تېره شپه د روژه ماتی په وخت په کې اور بل شو چې د اور وژونکې سازمان له اړخه اور قابو شو، د جومات زیاته برخه په اور سوځېدلې ده.
هیڅوک په دې پېښه کې نه دې ژوبل شوې او لمونځ کوونکو هم د ماښام لمونځ متوقف نکړو.
د لیدز پولیس مشر وویل: مونږ خلکو ته ضمانت ورکوو چې حالات د پولیس په کنټرول کې دی او اور وژونکې سازمان اور مړ کړو او ضروري نه ده چې د جومات ګاونډیان کورونه خالی کړي.
هغه زیاته کړه: د اور لږېدو دلیل په اړه پولیس او د اور وژونکې سازمان څېړنه کوې، خو ولی تراوسه په چا تور نشو لږولې، د اور وژونکې سازمان ویلې چې ۴۰٪ جومات سوځېدلي.
http://iqna.ir/fa/news/3512085