IQNA

د قرآنی ښار «ارم» نوې انځورونو خپرو شو

16:05 - June 06, 2016
د خبر لمبر: 3480056
نړیواله ډله: د مصراوی خبرونو ویبپاڼې خپل راپور کې، د قرآنی او عبرت نه ډک ښار « إرم» نوې انځورونه خپل کتونکو لپاره خپور کړي.

د قرآنی ښار «ارم» نوې انځورونو خپرو شو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصراوی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نړۍ مشهور ورځپاڼې په کال 1998 کې خبر خپور کړې وو چې د عرب ورک شوې افسانوي ښار و موندلي شو؛ مهمه خبره دا وه چې د دې ښار نوم په قرآن کې له مخکې نه ذکر شوي وو او اکثره خلک په دې عقیده وو چې دارنګه ښار یوه افسانه ده او هیڅکله نشي موندلې کېدې خو ولی د دې ښار موندلو نه ورستو هم د دغه خلکو تعجب ختم نه شو.

إرم له هغه ښارونه نه دې چې قرآن کریم کې یی نوم راغلې دی، الله تعالی د سوره فجر ۶ نه تر ۹ آیت کې فرمایئ: أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ* إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ*الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ *وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ* وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ ايا تاونه ليدل چې ستارب څه كار وكړ له عاديانو(۶) ارم سره چې د لوړو ستنو خاوندان وو(۷) هسى ( قبيله ) چې نه وه پيدا كړى شوى مثل د هغې (په قوت قدرت كې ) په ټولو ښارو كې؟(۸) اوله ثموديانو سره چې په ناوء كښې يې سمڅې جوړولې ؟(۹)

د قرآنی ښار «ارم» نوې انځورونو خپرو شو

د تفسیرونو د وینا په رڼا کې، د عاد قوم د شداد چې د سام بن نوح له نسل او ډېر پهلوان وو په لارښودنه کې، د عادیانو ځمکه چې ډېره شنه او د کر ځمکه وه او هغوي له خپل محنت سره آباده کړې وه او ځانونو له یی په غرونو کې محکم کورونه او استوګنې جوړې کړې وو چې د قرآن د وینا په رڼا کې دارنګه هیڅ چرته نه دې جوړ شوي.

د قرآنی ښار «ارم» نوې انځورونو خپرو شو

شداد چې د وخت پادشاه وو د خپلې زمانې پیغمبر حضرت هود علیهم السلام خبرو ته غوږ نه اچولو، نو الله تعالی د عاد قوم د حضرت هود علیه اسلام خبره نه منلو او د الله تعالی د پیغمبر ملنډې وهلو او د شرک بنسټ اېښولو باندې عذاب کړو، او قرآن کې هغه عذاب په تېز او تباه کوونکې طوفان یاد کړي چې ورته یی اشاره کړي چې الله دا ښار ویجاړ کړو او ټول یی د شګو لاندې دا رنګه خښ کړل چې هیڅ اثر او نشان یی پاتې نشو.

د قرآنی ښار «ارم» نوې انځورونو خپرو شو

د تاریخي ښار ارم ځای له پېړو رسي نا معلوم وو، خو ولی په کال ۱۹۹۸ کې دا ښار د عمان هیواد ظفار صحرا شصرفي سیمه کې کشف شو. دا تاریخي ښار د صلاله نه شمال کې ۱۵۰ کیلومتره ثمریت ښار کې دي.

د قرآنی ښار «ارم» نوې انځورونو خپرو شو

د قرآنی ښار «ارم» نوې انځورونو خپرو شو

د قرآنی ښار «ارم» نوې انځورونو خپرو شو


http://iqna.ir/fa/news/3503950


captcha