قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د فرانس خبرونو (AFP) نه په نقل، د مالیزیا اسلامی الوتکې له پرون نه د دغه هیواد لنکاوی مجمع الجزایر ته خپل ړومبۍ الوتنه شروع کړه.
رایانی ایر، د مالیزیا الوتکو ړومبنی شرکت دی چې په کې د اسلامی ارزښتونو رعایت کېږی.
د مثال په توګه د دې الوتکې خوراکی څیزونه کې د حلال موادو نه استفاده شوی او شراب او د سور غوښه په کې نه استعمالېږی.
د دې شرکت کارکوونکې مسلمانان دی او د اسلامی آداب نه او همدارنګه د حجاب خیال ساتل او نورو اسلامی ارزښتونو خیال ساتی.
همدارنګه جعفر زمهری د اریانی ایر شرکت مشر وویل: د الوتلو نه مخکې به لمونځ ادا کېږی.
هغه وویل: د مالیزیا دا شرکت ړومبنۍ یو کامل اسلامی الوتکې شرکت دې او مونږ په دې افتخار کوو.
اوس هم په ځنې هیوادونو کې لکه ایران کې اسلامی الوتکو شرکت د اسلامی اصول لاندې خپل فعالیتونه ترسره کوی.
د بلومبرګ خبرونو راپور په اساس د انګلیس «فرناس» الوتکې شرکت هم به له راروان کال نه حال الوتنې پیل کوی.
http://iqna.ir/fa/News/3467668