IQNA

د میشیګان پوهنتون کې «مسیح په قرآن کې» غونډه پیل شوه

0:33 - October 02, 2015
د خبر لمبر: 3377225
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «WKAR» خبرونو بنسټ نه په نقل، عیسی مسیح علیه السلام قرآن کې یو وتلی شخصیت دی او دا خبره د ډېره مسیحیانو لپاره سره د امریکې مسیحیانو لپاره د تعجب خبره ده.


دا څی ښکارې چې په دې اخیرنو کلونو کې د مسلمانانو او د امریکایی مسیحیانو ترمنځه ډېره  فاصله وه.

د امریکا ۲۰۱۶ جمهوری ریاستی انتخاباتو د جمهوری حزب له اړخه ټاکلې شوی «بن کارسن» ادعا کړی چې نباید یو مسلمان د امریکې ولسمشر جوړ شی او د هغه ډېر منونکې هم په دې عقیده دی.

خو ولی ډېر مسیحیان د دې موضوع نه دی خبر چې حضرت مسیح د یو الهی پیغمبر په توګه قرآن کې مطرح دی.

نو هم دې لپاره د میشیګان ولایت «ایست لنسینګ» پوهنتون کې یوه غونډه د مسلمانانو مقدس کتاب کې د مسیح مقام عنوان سره پیل کېږی.

د پوهنتون اسلامی مطالعاتو استاد زکی ساریتوپراک، جان کارول د اسلام کې مسیح کتاب لیکوال به په دې غونډه کې تقریرونه کوی.

دا پروګرام به د میشیګان ولایت پوهنتون نړیواله مرکز کې پیل کېږی.

ساریتوپراک دا عقیده لری چې د مسیحیانو او مسلمانانو دواړو د عیسی مسیح په هکله عقیده د یو بل دینونه پېژندلو کې مرسته کولی شی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3374137

captcha