قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، قرآن کریم نړیواله مقابلې به چې د اندونیزیا هیواد یی کوربه دې، د ۸ نه تر ۱۴ شهریور پورې د دې هیواد پای تخت جاکارتا کې پیل کېږی.
په دې مقابلو کې به محمود نوروزی او جواد سلیمانی د ایران استازو په عنوان د ټول قرآن حفظ او قرائت برخه کې ګډون کوی.
محمود نوروزی د ټول قرآن حافظ دې او تهران اوسېدونکې دی چې د قرآن کریم سراسری مقابلو ۳۷ دوره کې شپږم مقام ترلاسه کړی او هم دا مقام ترلاسه کولو سره یی د اندونیزیا مقابلو کې د شتون جواز ترلاسه کړی.
همدارنګه نوروزی تېر کال د قرائت او حفظ قرآن کریم تونس نړیواله مقابلو کښې هم شرکت کړی وو چې په دغه مقابلو کې دریم مقام ترلاسه کړی وو.
جواد سلیمانی د خراسان رضوی ولایت وتلی قاری دی چې د قرآن کریم سراسری مقابلو کې پنځم مقام ترلاسه کړی وو او دې سره یی د اندونیزیا قرآنی نړیواله مقابلو کې د ګډون کولو جواز ترلاسه کړې.
http://iqna.ir/fa/News/3350818