قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «oic-oci.org»ویب پاڼې نه په نقل، د اسلامی همکاری سازمان مشر ایاد امین مدنی، په خپل یوه بیانیه کښې د ترکی جنوب « سوروچ» ښار کښې پرون د ترهګرو چاودنه محکوم کړه او تاکید یی وکړو: دا د ترهګری عملیات له افراطی ګری او منحرف فکر نه دی او هغه کسان چې دا کار یی کړی هیڅ نسبت له انسانښت او دینداری سره نه لری.
د دې ترهګری اقدام کوونکو تعقیبولو ضرورت باندې تاکید سره هغه له ترهګری سره نړیواله مقابلې چې د نړۍ له امنیت اوسولی لپاره یو نوې ګواښ دې، غوښتنه وکړه.
د اسلامی همکاری سازمان په ادامه کښې څرګنده کړه: د دې سازمان د ترهګرو سره مقابلې او د هغې محکوم کولو او په هر شکل کښې ترهګری محکوم کولو سیاست ثابت او نه بدلېدونکې دی.
هغه د ترکی خلکو او حکومت سره د خواخوږې او همدردې او په تېره د دې ترهګری پېښې پاتې او ژوبل کسانو لپاره د زر روغتیا لپاره دعا وکړه.
ویلې شوی، د ترکی «سوروچ» ښار کښې تېره ورځ کښې ۲۸ کسان مړه او ۱۰۰ کسان ژوبل شوی دی.
http://iqna.ir/fa/News/3331782