IQNA

زرګو کشمیریانو لپاره د افطار لوی دسترخوان خپور شو + انځورونه

18:23 - July 13, 2015
د خبر لمبر: 3327721
نړیواله ډله: یوې اسلامی ډلې په کشمیر کښې چې د دې کار الهام یی له مصر نه اخیستلې سرینګر ښار کښې د اووه زره کشمیریانو لپاره د افطار د لوی دسترخوان کوربه شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «On Islam»خبرونو بنسټ نه په نقل، د کشمیر ۲۲کلیزه ځوان مسلمان وویل: مونږ له دې نه مخکې دارنګه مراسم په کشمیر کې نه لرل، په حقیقت کښې په پوره هند کښې مونږ دارنګه مراسم نه دې لیدلی.

هغه وویل: دا رنګه ستره مېلمستیا له مصر نه اخیستلې شوی چې ذکر یی په نړیواله ریکاټ کتابونو کښې هم شوی.

د مصر د افطار دسترخوان د اسکندریه ساحلی ښار کښې ۴.۳ کېلومتر پورې غوړېدلی وو او د ۷ زره روژه لرونکو کوربه وو.

خان وویل: کشمیر کښې دا پروګرام پیل کوونکو د سرینګر ښار پلیو لار باندې تر ۲ کېلومتر پورې غوړولی وو او روژه لرونکو لپاره یی پرې د خوراک څښاک څیزونه اېښودلی وو.

هغه زیاته کړه: له ۷زره نه زیات کسان په دې ۲ کېلومتره دسترخوان باندې ناست وو.

د افطار دا ستر دستر خوان د ۲۰ تیر، د هفته ورځ په ماښام د هند د لاس لاندې کشمیر سرینګر ښار د «دال» سیند په غاړه د روژه لرونکو شتون سره پیل شو.









http://iqna.ir/fa/News/3327462

captcha