IQNA

د کویټه جوماتونو کښې د «رمضان اعتکاف» مراسم پیل کېږی

12:11 - July 07, 2015
د خبر لمبر: 3325504
خارجی څانګه: د محصلانو لپاره د رمضان اعتکاف مراسم د رمضان میاشتې له ۱۷ نه تر ۲۳ پوری د کویټه قندهاری حسینیه کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دې مراسمو پیل کولو هدف، په ځوانانو کښې د اسلام ناب محمدی صلی الله علیه و آله کلتور ته وده ورکول او خپرول، په محصلانو کښې د ائمه معصومین علیهم السلام سره مینه زیاتول، د ځوانانو دینی پوښتنو جوابونه ورکول، معنوی روحیه ته وده ورکول او په محصلانو کښې صبر پیدا کول دی.

د ختم قرآن جلسات پیل کول، د قرآن سره انس محفل، د ځوانانو احکامو او معارفو بیانول، کلتوری مقابلې کول، د جمعې لمونځ کول، دعا، مناجات، د شعر محفلونه د دې« د رمضان اعتکاف» مراسمو پروګرامونه دی.

همدارنګه د اعتکاف یو بل مراسم چې د ځوانانو لپاره دې د کویټه «بروری» سیمې «ولی عصر» جومات کښې هم پیل کېږی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3323292

captcha