قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «aiwaegypt» خبرونو بنسټ نه په نقل، ۲۳ کلیزه مصری ځوان سره د دې چې «اوتیسم»(د وهم مرض) کښې رنځور دې، خو بیا یی هم د شپږ کالو نه مخکې ټول قرآن کریم حفظ کړو او د دې کلام وحی په دو ژبو کښې انګلیسې او فرانسوی ژباړی یی هم حفظ کړی.
د احمد مور په دې اړه وویل: احمد د شپږ کالو نه کم وخت کښې قرآن کریم په درې ژبو انګلیسې، فرانسوی او عربی کښې حفظ کړو.
د احمد اوتیسم له بیماری په سبب د هغې کورنۍ هغه دې عام مدرسې ته نشو استولې نو مجبور شو چې هغوی خپل زوی د فکری روزنې مدرسې کښې داخل کړی.
د احمد کورنۍ چې د مصر «اسوان» ایالت اوسېدونکې وو، د پلار د مرګ نه پس خپل هیواد ته بېرته ستون شو هغه وخت د احمد مور متوجه شوه چې زوی یی قرآن ښه حفظ کوی دارنګه چې د پاڼې شمېره، آیت او سپاره ورته هر څه یاد وی.
د الازهر استادانو او عالمانو هم د احمد قرآن حفظ کولو استعداد ته کره کتنه وکړه او د هغه توان او استعداد یی په دری ژبو عربی، انګلیسې او فرانسوی کښې د قرآن کریم په حفظ ولمانځلو.
د احمد مور په ادامه کښې وویل: احمد د قرآن کریم او د دې الهی کلام حفظ کولو عاشق دی، څه دارنګه چې هغه د قرآن قرائت او حفظ سره ویده کېږی او ویښېږی. همېشه راډیو او ټلوېزیون د قرآن په قرائت باندې ساتې تر دې چې کله ویده وې نو هم خوښه وې چې د قرآن کریم تلاوت لوستلې کېږی.
هغې زیاته کړه: د احمد په فرانسوی او انګلیسې ژبې تسلط یواځې قرآن کریم آیتونو پورې محدود دی.
هغې وویل: قرآن کریم د احمد د ژوند اساس دې هغه اوس لټون کوی چې مختلف تفسیرونه هم یاد کړی چې د قرآن لاره ترسره کړی.
http://iqna.ir/fa/News/3320605