IQNA

د آیت الله اراکی په شتون کښې:

قزاقستان کښې د سنتی او نړیواله دینونو مشرانو کانګریس پیل کېږی

18:09 - June 10, 2015
د خبر لمبر: 3313121
نړیواله ډله: د سنتی او نړیواله دینونو مشرانو پنځم کانګریس به د« د پرمختګ او سولې په لار کښې د سیاستوالو او دینی مشرانو خبری اترې» موضوع سره د قزاقستان استانه ښار کښې په ۲۱،۲۰ خرداد پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی مذهبونو نیږدېښت نړیواله ټولنه خبرونو بنسټ نه په نقل، قزاقستان کښې د سنتی او نړیواله دینونو مشرانو پنځم کانفرانس د نیږدېښت نړیواله ټولنې مشر آیت الله اراکی په شتون کښې پیل کېږی.

د نړی نورو دینونو ترمنځه د حقیقی دین پیژندګلوی لپاره لار هوارول، د سولې استقرار او د دین اسلام له لاری نړی کښې تفاهم، د دینونو معتبر فعال استازو ګډون لپاره د سیاستوالو له لاسونو نه د دین ازادی چې تاوتریخوالی لپاره ترې استفاده کوی او معنوی، روحانی ښودو او تمدن نیږدېښت د دې کانګریس اهداف دې.

دا غونډه هر درې کاله کښې یو ځل د قزاقستان ولسمشر د نور سلطان نظر یایف په حمایت سره د جمهوری قزاقستان پای تخت آستانه ښار صلح ماڼۍ کښې پیل کېږی.

آستانه ښار د دې کانګریس پیل کولو لپاره ځکه خوښ شوی چې دا د آسیا او اروپا براعظم مرکز دی او د نړۍ د درې دینونو اسلام، مسیحیښت،  بودیسم سره یو ځای کېدو ځی دې.

د سنتی او نړیواله دینونو مشرانو څلورم کانګریس د «د معنوی کلتور په طریقه نړیواله سوله» عنوان سره به ۲۶ نه تر ۲۸ مهر ۱۳۹۱ کال باندې قزاقستان کې پیل کېږی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3312061

captcha