IQNA

د ترکی په عالی ښوونځو کښې د حجاب بندیز لغو شو

22:30 - September 26, 2014
د خبر لمبر: 1454093
نړیواله ټولنه: د ترکی حکومت خپل یو تاریخی اقدام کښې د دغه هیواد په عالی ښوونځو کښې د حجاب بندیز لغو کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د آناتولی خبر ورکوونکې نه په نقل، د ترکی ړومبی وزیر مرستیال د ښوونځو د شروع کېدو په ورځ دا دې خبر اعلان وکړو.

بولنت آرینچ خبریالو ته ؤ ویل: هغه قانون چې د هغې په اساس باید محصله بی حجابه مدرسه ته را شی، لغو شو، له دې اعلان سره هغه مدرسې چې د ترکی ښوونې او روزنې وزارت لاندې راځې، محصلانې به له تېرې څو لسیزو ورستو کلاسونو ته حجاب سره درس ته تللې شی.

د ۱۹۸۰ پوځی کودتا نه ورستو مدرسو، پوهنتون او ولسی ځایونو کښې او د ترکی حکومتی ساختمانونو کښې حجاب منع شوی وو.

د ترکی غیر مذهبی خلکو هر وخت د حجاب د بندیز لغو کېدو سره مخالفت کړی، خو ولی د حزب عدالت د رجب طیب اردوغان په رهبرې کښې اقتدار تر لاسه کولو نه ورستو دا بندیز ورو ورو لغو کېږې.

ړومبی ځل په کال ۲۰۰۸ کښې په اسلامی حجاب باندې پوهنتون کښې ځنې محدودیت لغو شو او بیا په کال ۲۰۱۲ کښې حجاب لرل په اسلامی مدرسو کښې ازاد شو.

تېر کال ړومبی ځل د ترکی پارلمان ته څوارلس کاله پس محجبه نومی ښځه له حجاب سره ننوته او په حکومتی ساختمانونو کښې د حجاب بندیز پایی ته ورسولو.

http://www.iqna.ir/fa/News/1453145

captcha