قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټوله(ایکنا)د غربی آسیا څانګه، پروفیسر حافظ محمد شکیل اوج د اسلامی پوهنو د کراچۍ پوهنتون مشر پاکستان کښې څه موده مخکې په اسلامی پوهنو کښې د ډاکټریټ نه اوچت مدرک د کراچۍ پوهنتون نه ترلاسه کړی وو، چې په هم دغه مناسبت د ایران خانه فرهنګ له اړخه د پنجشبې په ورځ د استادانو په شتون کښې د هغه ستاینې لپاره یوه دستوره پیل کوله.
له دې راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د دې ستر علمی او کلتوری شخصیت لمانځلو لپاره مېلمنه دعوت شوی وو.
دغه ورځ باندې یی خپل ټول نږدې مېلمانه بللې وو او د دستوره شروع کېدو لږ وخت پاتې وو چې د پروفیسر حافظ محمد شکیل د ترور کېدو غملړلې خبر خانه فرهنګ ته راغللو او د هلته موجود مېلمانه او د خانه فرهنګ ایران کارکوونکې یی غمګین کړل.
شکیل اوج د خورزه او د کراچۍ اسلامی معارفو پوهنتون استاده آمنه آفرین سره د خانه فرهنګ دستوره کښې ګډون لپاره روان وو چې د ترهګرو په لار کښې په نښه کړو او په شهادت ورسېدو، په دې ډزو کښې آمنه او د موټر چلاند یی ژوبل شو.
د شکیل اوج د مړینې خبر خپرېدو سره د پاکستان مختلفو پوهنتون او د کراچۍ پوهنتون استادانو او محصلانو له اړخه لاریون او احتجاجې غونډی پیل شوی، او تر ۳ ورځو د چټی اعلان یی وکړو، هم دا رنګه پرون د چمعه لمانځه نه پس په سند ایالت کې یی لاریون پیل کړو.
دا ځلانده شهید، حافظ محمد شکیل اوج، د پاکستان له قلم خاوندانو او له خواصو څخه وو، چې د اسلامی موضوعاتو باندې یی په لسګونه کتابونه یی لیکلې وو.