IQNA

د ایرانی فلم غوره والی:

د اسلامی فلمونو لسمې میله کښې قازان خپل کار پایی ته ورسولو

13:54 - September 15, 2014
د خبر لمبر: 1450279
بهرنې څانګه: د اسلامی فلمونو لسمې قازان میله کښې ایرانی فلم *تېر زمستان* له ټولو ړومبۍ فلم وټاکلې شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، اروپایی څانګه، دا میله د جمعه په ورځ د روس قازان ښار جمهوری مرکز تاتارستان په پیر امید سالون کښې پیل شو.

دې کال د ۲۰ هیوادونو سره د ایران خپل هنری کارونو له تېری میاشته نه مقابلې پیل کړی، او ګډون یی وکړو، هنری فلمونه ستر او لنډ، کارټون په کښې د میله آخره کښې وړاندې شول ایرانی فلم په دې میله کښې د کتنه لپاره دریم ګړو ته وړاندې شو، په آخره کښې وړاندې شوې فلمونه کښې ایرانی فلم *تېر زمستان* ***The last Winter* کښې کارکوونکې سالم صلواتی د ښه کارکوونکې په توګه خپله جایزه تر لاسه کړه، هم دارنګه د جمهوری تاتارستان او د ترک ژبو نړیواله غونډه(تورکسوی) او د روسیه فلم انتقاد کوونکې غونډه بهترینه جایزه د روس لاریسا سادیلوا په روسی she فلم کښې کار کولو باندې ترلاسه کړه.

د دې میله قضاوت کوونکې ډله د روس، آذربیجان، ترکمنستان، ترکی او د کره جنوبی له هیوادونو کارکوونکې وو او له بده مرغه دې کال ایران په قضاوت کوونکې ډله کښې شتون نه لرلو. د ایران له اړخه په د قازان میله کښې وړاندې شوی فلمونه د میله له ټولو زیات کتلی شوې فلمونه وو، په اخیره کښې ایرانی کارکوونکو د فلم او خپل کار په حقله خبری وړاندې کړی او د خلکو د پوښتنو ځوابونه یی ورکړل.

د تاتارستان مسلمانانو تمه لرله چې ایرانی فلمونه به له دې سببه چې کورنۍ او د معنویت نه ډک او احترام لرونکې فلمونه دی ډېرې جایزه به تر لاسه کړی، ځکه چې د دې میله په کال ۲۰۰۵ کښې شروع کېدو نه پس ایرانی فلمونو انسانی او اخلاقی مضمونونو له سببه د دې میله نه ډېرې جایزه ګټلې دی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1449301

captcha