قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «On Islam» خبری ویب پاڼه نه په نقل، د نیدرلینډز نوی حزب (NIDA) د اسرائیل په خلاف په دغه هیواد کې تر ټولو ستر لاریون کوونکې وو، چې د نیدرلینډز په زرګونو مسلمانانو او غیر مسلمانانو ګډون سره دا لاریون پیل شوی وو.
دا لاریون د اسرائیل له اړخه په غزه باندې برید او د غزه خلکو وژلو په ضد کښې پیل شوی وو.
د نیدرلینډز روتردام ښار شورا غړی نورالدین الوالی په دې اړه ؤ ویل: په دویم نړیوال جنګ کښې روتردام ښار له جرمنی ځواکونو له اړخه په بمونو باندې ویجاړ شوی وو، او هغه څه چې غزه کښې رامنځته شو د روتردام ښار تاریخ وو.
نو ځکه خلکو د حزب اسلامی حمایت وکړو، دا حزب د دی هیواد یو نوی سیاسی ډله په توګه مطرح شوی.
دی لاریون یو مثبت بدلون د نیدرلینډز په مسلمانانو کښې راوستلی.
الوالی وایی: مونږ غواړو د لاریون نه زیات کار وکړو، مونږ غواړو د غزه خلکو له ورشو او د هغې مرسته وکړو.
هغه زیاته کړه: مونږ نه غواړو چې خپل غړی تر مسلمانانو پوری محدود کړو زمونږ هدف د قران په رڼا کښې د روتردام د ټولو خلکو خدمت دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1445575