IQNA

ایت الله خامنه ای: د مقاومتی اقتصاد سیاستونه، د اسلامی نظام اوږدمهاله اقتصادی موخې پوره کوی

20:27 - March 11, 2014
د خبر لمبر: 1386054
سیاسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د اقتصادی، علمی، رسانه ای او څارونکو ادارو د فعالانواو د بیلابیلو ادارو د مسئولانو په ټول کې د مقاومتی اقتصاد د سیاستونو د برابرولو د عواملو په بیانولو کې د هغو خوځندوالی ته په اشارې سره وفرمایل، دغه سیاستونه له بیلابیلو شرائطو سره د برابرولو او بشپړو وړ دی او عملا د هیواد اقتصاد په مختلفو شرائطو کې نرمښت او لچک پیدا کوی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، دوی د مقاومتی اقتصاد سیاستونه یوه دقیقه او پیاوړی ټولګه وبلله او زیاته ئې کړه، مقاومتی اقتصاد ته ګروهنه یوازې ایران هیواد ته مخصوصه نه ده او په وروستیو کلونو کې د نړۍ اقتصادی شخړو ته په پام سره ډیر هیوادونه خپلو داخلی شرائطو او جوړښتونو ته په فکر کولو سره د اقتصاد په پیاوړی کولو پسې دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم دا راز ایران هرڅه زیات مقاومتی اقتصاد ته اړمن وباله او ټینګار ئې وکړ ایران له یوې خوا له نړیوال اقتصاد سره اړونده او دغو اړیکو دوام ته هوډمن دی او له بل پلوه هم  د خپلواکۍ غوښتنې او  عزتمدارۍ له کبله  او دنړیوالو سیاستونو  تر اغیز لاندې پر نه راتلو   ټینګارپه دلیلونو  دنړیوالو قدرتونو  له خوا  له یرغلونون ا و ناسمو نیتونواو خار پار اچونې سره مخامخ دی .
دوی  دګواښونکو عواملو  په وړاندې  دمقاومت توانمنۍ  دمقاومتی اقتصاد دکلی سیاستونو  دوهمه ځانګړنه وبلله او  وې فرمایل ، دنړۍ اقتصادی شخړې  ،طبیعی پیښې ،  او دبندیزونو پشمول  غلیمانه دباؤنه   په دغو ګواښونکوعواملو کې شامل دی .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای  ددښمنانو  له هراړخیزو اقتصادی جنګ او شخړو سره  مقابله   دمقاومتی اقتصاد  دسیاستونودبرابرولو یو بل عامل وباله او  وې ویل  بندیزونه له ایټمی موضوع مخکې هم وو  حتی که   ایټمی خبرې اترې کومې نتیجې ته هم ورسیږی ،  نو بندیزونه به هماغه راز  موجود وی ځکه  دا موضوع  اوبشری حقوق  او ځینی نوره موضوعګانې   له پلمو زیات  بل څه نه دی

1385750

captcha