IQNA

په افغانستان کې د امریکا د ماتې په باب د عمران خان روښانونې

23:47 - September 15, 2019
د خبر لمبر: 3482395
نړیواله ډله: د پاکستان دلومړی وزیر دریځ چې هیواد ئې د افغانستان په جنګ کې د امریکا په ماتې کې هیڅ رول نه لری، یو ځواب دی ، دسپینې ماڼۍ هغو ادعاګانو ته چې په دغه جنګ کې دخپلې ناکامۍ اصلی علت د افغانستان د بدلونونو په وړاندې د اسلام اباد دوه ګوڼی سیاستونه ګڼی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان  لومړی وزیر وئیلی دی ،اسلام اباد په افغانستان کې د امریکا د ماتې ذمه وار نه دی . عمران خان د روسیې له رشیا ټوډې خبری چینل سره په خبرو کې  وئیلی دی،اسلام اباد په افغانستان باندې په حملې کې د واشنګټن له جنګ سره په یوځای کیدا سره ډیر زیات تاوانونه زغملی دی ، نو ځکه  په دغه هیواد کې د  د واشنګټن د ناکامۍ لپاره  داسلام اباد  ګرَم بلل ډیره بې انصافی ده .
 د پاکستان لومړی وزیرزیاته کړې،امریکا په افغانستان په حملې سره خپلو موخو ته ونه رسیدل شوه  امریکا و دهغې متحدانو په ۲۰۰۱کال کې  په افغانستان کې د امنیت د تامینولو او له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په پلمه  په دغه هیواد یرغل وکړ،خو له هغه وخته راهسې تردې دمه په جنګ ځپلی افغانستان کې ناکراری،ترهه ګری او د نشه ایزو موادو تولید  په اوڅاره توګه  زیات شوی دی .
 دا لومړی  ځل نه دی چې پاکستان  پر دې موضوع روښانه کونو ته مخه کوی، چې د افغانستان په جنګ کې د  امریکا په ماتې کې هیڅ رول نه لری .
 په دې باب د پاکستان دلومړی وزیردریځ چې هیواد ئې د افغانستان په جنګ کې د امریکا په ماتې کې  هیڅ رول نه لری، یو ځواب دی،دسپینې ماڼۍ هغو ادعاګانو ته چې په دغه جنګ کې دخپلې ناکامۍ اصلی علت د افغانستان د بدلونونو په وړاندې د اسلام اباد دوه ګوڼی سیاستونه ګڼی .
پر دې اساس دا تصّور شته چې دامریکا حکومت دسپینې مانۍ له سیاستونو سره د نه ملګرتیا په علت دپاکستان د رټلو لپاره ددغه هیواد په ضد سیاسی،مالی او پوځی دباؤنو ته مخه کړې ده . د پاکستان ددودیز  او مخکینی سیال  په توګه  له هندوستان سره د سپینې ماڼۍ  داړیکو پیاوړتیا او  په سیمه ایزو اړیکو کې  دغه هیواد ته ترجیح ورکول ،  داسلام اباد په ضد دامریکا دسیاسی دباؤ  یو مهم اړخ دی ، چې  د پاکستان د چارواکو  د غوسې لامل شوی  او  دهغوی له نظره ،  د سیمه ایز توان  او انډول  د ګډوډولو لامل شوی دی .
 همداراز د امریکا حکومت  له پاکستان سره د مالی مرستو د سوکه  سوکه کمولو او درولو او  دغه هیواد سره د پوځی مرستو  په غوڅولو سره  هڅه کوی، په دغه ډول  رَټونکو  اقداماتو سره ،د ترهه ګرۍ  له موضوع سره  له دوه ګوڼی چلنده   لاس په سر کیدا  او دسپینې ماانۍ  له سیاستونو پیروۍ ته  د اسلام اباد د حکومت اړباسل دی .
 په داسې حال کې امریکا،پاکستان د افغانستان په جنګ کې دخپلې سټراټژیکې ماتې  عامل ګڼی،چې  د دغه هیواد دناکامۍ اصلی علت ،په دغه جنګ کې د سپینې ماڼۍ  څرګندې تیروتنې دی .
د امریکا حکومت  په څه دپاسه اتلسو کلونو کې  سره له دې چې  دا فغانستان په جنګ کې ئې د  څه دپاسه یولک بهرنیو پوځیان  قوماندانی کړې ده ، خو نه دی توانیدلی په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ په سپیرې بلا برلاسه  شی چې دا ناکامی له بیلابیلو دلیلونو سره  غوټه خوری .
 لومړۍ دا چې امریکا اودپه ناټو کې د هغې متحدانو په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره د جدی مقابلې په ځای ئې نوره موخې دخپلو ایجنډاؤ په سر کې راوستی دی .
 همداراز په افغانستان کې بهرنیو پوځیانو  په دغه هیواد کې پخپل سرو اقداماتو سره او  دیواړخیز پال سیاست   په مخکې کولو سره ، په هوائی  حملو او دشپې مهال په مختلفو  عملیاتو کې د عامو خلکو په وژلو کې پراخ رول درلودلی دی ،  چې همدا چاره لامل شوې څو  دامریکا ترهه ګرضد پروګرام  نه یوازې  په افغانستان کې  له ولسی ملاتړه برخمن نشی ، بلکې د هغوی له منفی غبرګونونو سره هم مخامخ شوی دی .
 په دغه شان شرائطو کې  چې  داسلام اباد حکومت ، د افغانستان په جنګ کې  په  ماتې کې  دپاکستان په رول  لوبونې د امریکا همیشنۍ  ادعا ، په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ په پیزوانی کولو کې  د ناکامۍ له مسئولیّته د ځان د غړولو لپاره  پر نورو دخبرو د تپنې سیاست ګڼی  او حتی په کرتو ئې  وئیلی دی ،پاکستان په افغانستان کې  له افراط پالنې سره  دجنګ ، تر ټولو ستر قربانی دی .
captcha