IQNA

د اسرائیلو ټول ښارګي به نابود شي

12:30 - August 11, 2019
د خبر لمبر: 3482345
نړیواله ډله: محمود عباس: اسرائیلي ښارګي به د تاریخ کندې ته ولویږي او فلسطیني ټاټوبی به د هغه اصلي خاوندانو ته ورستون شي.

د ایکنا راپور له مخې، د فلسطین د کورواکو تشکیلاتو مشر پرون د اردن سیند د لویدیځې غاړې مرکز رام ا... ته نزدې د فلسطیني کډوالو د یو کیمپ په کتنه کښې وولی: ټول اسرائیلي ښارګوټي به له مینځه لاړ شي.

د ایرنا د خبر له مخې محمود عباس څرګنده کړه: اسرائیلي ښارګي به د تاریخ کندې ته ولویږي او فلسطیني ټاټوبی به د هغه اصلي خاوندانو ته ورستون شي.

د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم تل د نړیوالې ټولنې په غوښتنې باندې د ځان په نانګاره کولو سره د صهیونیسټ میشتو ښارګیو جوړولو ته دوام ورکوي او په دې لړ کښې یې د امریکې له خوا پوره پوره ملاتړ کیږي.

د نړیوالو قوانینو له مخې دغه ټول ښارګوټي، غیرقانوني دي.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۳ نیټه په یو پریکړه لیک کښې له صهیونیسټي رژیمه غوښتې دي چې د فلسطین په نیواکي خاوره کښې د خپلې ښارګي جوړونې ټول فعالیتونه سمدستي او په بشپړه توګه بند کړي.

parstoday

captcha