IQNA

د هند جماعت اسلامی فعالیتونو باندې تر پنځه کالو بندیز

4:16 - July 04, 2019
د خبر لمبر: 3482280
نړیواله ډله: د هند مرکزی حکومت په دغه هیواد کښې د جماعت اسلامی جامو او کشمیر ولایت څانګې فعالیتونو باندې تر پنځه کالو بندیز اعلان وکړو.
د ایکنا راپور له مخې، په هند کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د دغه هیواد مرکزی حکومت په رسمي توګه باندې د هند جماعت اسلامی ګوند په جامو او کشمیر ولایت څانګې فعالیتونه ناوړه وټاکل.
مرکزی حکومت اعلان وکړو چې د ۱۹۶۷ تایید شوې قانون له مخې، هر قسمه فعالیتونو چې د جامو او کشمیر ولایت څانګې جماعت اسلامی ګوند باندې بندیز دی، هم په دغه اړ کښې مرکزی حکومت اعلان وکړو چې له دغه ډلې نه د طالبانو او ترهګرو حمایت د دغه بندیز اصلی سبب وټاکلو.
یوې سرچینی چې عبدالحمید فیاض، د جماعت اسلامی د جامو او کشمیر ولایت څانګې مشر د پولیس له اړخه په دغه ولایت کښې نیولې شوې دې. همدارنګه مرکزی حکومت اعلان کړې: که دغه ګوند خپل تخریبي کارونو ته ادامه ورکړې او ثابته شې چې دغه حزب ترهګرو او داعشان سره اړیکې لرې، نو د دغه حزب فعالیتونه به محدود او یا به پرې بندیز ولږېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3823518
captcha