IQNA

تل ابیب د غزې په پوله کښې د دیوال د یوې بلې برخې کار پیل کړ

23:16 - February 06, 2019
د خبر لمبر: 3481927
نړیواله ډله: د صهیونیسټي رژيم پوځ وویل چې دغه رژیم د غزې تړانګې په اطرافو کښې په ماډرن ټیکنالوجیو د سنبال کنکریټي دیوال وهل پيل کړي دي.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د صهیونیسټي رژيم پوځ وویل چې دغه رژیم د غزې تړانګې په اطرافو کښې په ماډرن ټیکنالوجیو د سنبال کنکریټي دیوال وهل پيل کړي دي.
د اسرائیلي رژیم پوځ پرون د دې خبر په اعلانولو سره زیاته کړه: د یاد دیوال اوږوالی ۶۵ میټره او لوړوالی یې درې میټره دی.
خبر زیاتوي چې د اسرائیلو رژیم د دې دیوال د وهلو هدف چې څه برخه یې تر ځمکې لاندې او څه یې د څمکې د پاسه جوړیږي، د غزې تړانګې په پوله کښې د مقاومت له ټنلونو سره مقابله بللې ده.
د اسرائیلو پوځ هم داشان مدعي دی چې دغه دیوال به د صهیونیسټي رژيم پوځي مرکزونو ته د فلسطیني مبارزانو د نفوذ مخه ونیسي او اټکل کیږي چې د روان کال تر پاې پورې بشپړ شي.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i80104

captcha