IQNA

ملګرو ملتو د میانمار د پوځ د قومندان په محاکمه کیدو ټینګار وکړ

13:03 - January 26, 2019
د خبر لمبر: 3481883
نړیواله ډله: د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټره د میانمار د پوځ د قومندان د محاکمې غوښتونکې شوه.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، رویټرز لیکلي چې په میانمار کښې د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې خبریالې یانګي لي Yanghee Lee پرون وویل: د میانمار د پوځ قومندان باید د دغه هیواد د روهینګیا مسلمانانو خلاف د نسل وژنې په جرم محاکمه شي.
هغې څرګنده کړه چې میانمار ته د کډوالو له ستنیدو مخکښې د دغه هیواد د روهینګیا مسلمانانو خلاف د جنایتونو د عاملانو محاکمه کیدل ضروري دي.
د ویلو ده چې بنګله دیش او میانمار د دغه هیواد په راخین صوبه کښې خپلو کورونو ته د روهینګیا قام د مسلمانو کډوالو د ستنولو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړې ده خو تراوسه اجرايي شوې نه ده.
ملګرو ملتو له دې مخکښې هم د میانمار پوځ په دغه هیواد کښې د نسل ختمونې عامل او د نړس ترټولو بد پوځ بللی و.
http://parstoday.com/ps/news/world-i79908
captcha