د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، محمود الزهار همداراز دفلسطین دملت زیارونو او کړاؤنو او د دصهونیسټ رژیم د دباؤنو په بیانولو سره وئیلی دی ، پر غزې تړانګې تپلی او ظالمانه کلابندۍ د دغې تړانګې په ژواک چاپیریال او دغه راز پر اقتصادی ،روغتیائی اوتعلیمی برخو ډیرې منفی اغیزې شیندلی دی ، چې باید درست اسلامی امت او نړیواله ټولنه په دې باب خپل مسئولیّت وپیژنی او د تیریګرو د جنایتونو مخه ونیسی . دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د پارلیمانی ډلې مشر او دسیاسی دفتر یوه مشر محمود الزهار بیګاپه تهران کې د اسلامی پارلیمانونو دټولنې له مرستیال منشی علی اصغر محمدی سیجانی سره په کتنې کې زیاته کړې ، صهونیسټی دښمن دقدس دیهودی کولو او د لویدیځی غاړې له جنوبه د هغو د شمالی برخو دجلا کولو لپاره په بیت المقدس کې دښارګوټو جوړولو پلانونو ته دوام ورکوی .
هغه روښانه کړې صهونیسټ میشته ښارګی هره ورځ د اسرائیلو دپوځیانو اوپولیسو په ملاتړونو سره په بیت المقدس تیری کوی او دآذان د خپریدو مخه نیسی .
محمود الزهار همداراز دفلسطین دملت زیارونو او کړاؤنو او د دصهونیسټ رژیم د دباؤنو په بیانولو سره وئیلی دی ، پر غزې تړانګې تپلی او ظالمانه کلابندۍ د دغې تړانګې په ژواک چاپیریال او دغه راز پر اقتصادی ،روغتیائی اوتعلیمی برخو ډیرې منفی اغیزې شیندلی دی ، چې باید درست اسلامی امت او نړیواله ټولنه په دې باب خپل مسئولیّت وپیژنی او د تیریګرو د جنایتونو مخه ونیسی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79133