IQNA

د مسلمانانو محصلانو د حجاب په ګټه کښې د تایلېنډ د محاکمې حکم

23:10 - November 10, 2018
د خبر لمبر: 3481650
نړیواله ډله: د تایلېنډ په جنوب کښې د سونګلا ولایت محاکمې، د مسلمانانو محصلانو لپاره په مدرسه کښې حجاب لرل مجاز وګڼلو.
د ایکنا راپور له مخې، د نیشن ورځپاڼې نه په نقل، د دغه ولایت مرکزی ښار سونګلا په مدرسه کښې د مسلمانانو محصلانو مور پلار له اړخه په مدرسه کښې حجاب لرونکې محصلانو باندې نیوکې خلاف شکایت کړې وو.
هغوي په خپل شکایت کښې څرګنده کړې وه چې د مدرسې چارواکې حجاب لرل د مدرسې د قانون خلاف ګڼې او هم په دغه سبب حجاب لرل سره د محصلانو نه نمبري کمه وې.
د محصلانو د حجاب مسئله له یوې مودې نه ده چې د تایلېنډ په دغه سیمه کښې جنجالي موضوع جوړ شوې دی.
د دې محاکمې حکم تراوسه قطعې نه دی او ممکنه ده چې د تایلېنډ د زدکړو وزارت یا د مدرسې چارواکو له اړخه د بیا کتنې درخواست سره بدل شې.
تایلېنډ د آسیا په شرقي جنوب کښې هیواد دې چې زیاته ټولنه یی بودایی ده. مسلمانان هم په دغه هیواد کښې د تایلېنډ د ټولنې ۵٪ دی او زیات د دغه هیواد په جنوبي سیمو کښې مېشته دې.
http://iqna.ir/fa/news/3761061
captcha