IQNA

د بنګلادېش د ستر اسلامی ګوند په انتخاباتو کښې د ګډون نه مخنیوی

23:36 - November 02, 2018
د خبر لمبر: 3481635
نړیواله ډله: د بنګلادېش انتخاباتو کمیسون د دغه هیواد د ستر اسلامی ګوند جماعت اسلامی د راروان پارلمانی انتخاباتو چې د دیسمبر په میاشته کښې پيل کېږي له ګډون نه منع کړي دی.  
د ایکنا راپور له مخې، د المصریون ورځپاڼې نه په نقل، د انتخاباتو کمیسون په یوه بیانیه کښې اعلان کړې چې دا پرېکړه د هیواد د سترې محکمې د کال ۲۰۱۳ پرېکړې پر اساس منل شوې ده.
د بنګلادېش د انتخاباتو کمیسون مشر جلال الدین احمد، په دې اړه وویل: د جماعت اسلامی(په بنګلادېش کښې تر ټولو لوي او اثر لرونکې اسلامی ګوند) په اړخه د سترې محکمې د پرېکړې تفصیلات څه موده مخکښې کمیسون ته رسېدلې دې.
له بل اړخه د جماعت اسلامی د ګوند مشر مجیبور رحمان، وویل: دا کمیسون بې پرې عمل نه کوې او په راروان انتخاباتو کښې د موجوده حاکم ګوند(عوامي لیګ) د ګټې لپاره هڅې کوې.
هوری خلق بنګلادېش هیواد دی چې د هند شرق او د آسیا جنوبی ختیځ کښې آباد دې، ډاکا یی پلازمینه ده، د دغه هیواد ټولنه ۱۶۰ ملیون نه زیات کسان لري.
http://iqna.ir/fa/news/3760108
captcha