IQNA

په بنګلادېش کښې د جوماتونو امامانو ته د دینی اعتدال روزنې

22:40 - August 10, 2018
د خبر لمبر: 3481411
نړیواله ډله: د مصر الازهر په بنګلادېش کښې د جوماتونو امامانو ته د دینی اعتدال روزنې لپاره د خپل چمتووالی خبر ورکړو.
د ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الازهر شیخ احمد الطیب تېره ورځ(۱۷ مرداد) په بنګلادېش کښې د علامه رومی غونډې مشر صوفی میزان الرحمن سره په کتنه کښې د دغه هیواد جوماتونو امامانو ته د دینی اعتدال روزنو لپاره د خپل چمتووالی اعلان وکړو.
هغه په دې اړه څرګنده کړه: الازهر د فارغ التحصیلان نړیواله سازمان یوه برخه پرانیستو او په بنګلادېش کښې د عربی ژبی د زدکړې او د جوماتونو د امامانو او د مبلغينو روزنې لپاره چې د اسلامی اعتدال خپروونکې دی چمتو دی.
iqna.ir/fa/news/3737211
captcha