د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، دافغانستان په شمال ختیځ کې دبدخشان ولایتی شورا غړو خیر ا...طلعت او ضیاءالدین واثق نن په یولړ څرګندونو کې د دغه هیواد په ختیځ کې د داعش ترهه ګرې ډلې دفعالیتونو په بیاپیلیدا په اندیښنې ښودلو سره ټینګار کړی ، دغه تکفیری ډله د دغه ولایت پّ ځینو ناکرارو ولسوالیو کې فعاله شوې ده او دم ګړۍ د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د داعش ترهه ګرې ډلې څه دپاسه درې سوه برهنی ترهه ګر هم شتون لری.
د بدخشان ولایت خلکو هم له دې مخکې پر افغان حکومت غږ مړی ، چې په دغه ولایت کې دې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دفعالیت مخه ونیسی او ولایت ته دې امنیت بیرته ورستون کړی .
د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان ولایت د طبیعی زیرمو ، ترمځکې لاندې دشتمنیو او معدنونودبډائ کیدا او له چین ، پآکستان، او تاجکستان سره دهمپوله کیدا په دلیل ځان ته د ترهه ګرو او دنشه ایزو موادو دقاچاقبرو پام اړولی دی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i69214