IQNA

اسلامی ایران د قران کریم ترټولو ستر ارشیو لری

8:39 - February 13, 2018
د خبر لمبر: 3481052
نړیواله ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت د راډیو او دټیلی ویژن ادارې صداوسیما(IRIB) د معارفو د شورا سیکرټر او د قران ټیلی ویژن چینل مدیر محمد حسین محمد زاده وویل دقران کریم ترټولو ستر ارشیو(Archive) دایران په راډیو او ټیلی ویژن ادارې صداوسیما کښې دی .

اسلامی ایران د قران کریم ترټولو ستر ارشیو لریقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، هغه پرون دایران د اسلامی انقلاب د قرانی بریاو دغور په غونډې کښې وویل دقران راډیو ارشیو په شل زره(۲۰۰۰۰) غږیزو فایلونو او د قران ټیلی ویژن ارشیو په معارف رادیو کښې دمعارفو دعلمونو په غږیږ ارشیو سره یوځاې په پینځویشت زره (۲۵۰۰۰)غږیزو او تصویری فایلونو سره داسلامی نړۍ دقران کریم په ترټولو ستر میراث بدل شوی دی .
د ایران دراډیو او ټیلی ویژن ادارې صداوسیما د معارفو د شورا سیکرټر او د قران ټیلی ویژن مدیر محمد حسین محمد زاده زیاته کړه دایران قران رادیو څلوردیرش(۳۴) کاله کیږی چې خپل فعالیت پیل کړی دی او د ژوند د ایتونو په شان دقران کریم سترې پروژې چې اوس یې نوم قران دژوند کتاب ته بدل شوی دی د رسنیو ترټولو ستر قرانی پروګرامونه دی .
هغه وویل کابو لس(۱۰) کاله مخکې په انګریزې ژبې د معارف رادیو چې اوس د «اسلام په غږ» سره فعالیت کوی د ایران په راډیو او ټیلی ویژن ادارې صداوسیما کښې پرانیستل شوی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i65463

captcha