IQNA

د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ۴۰ کلیزه دې ټولو ټه مبارک وی

0:24 - February 13, 2018
د خبر لمبر: 3481046
نړیواله ډله: د سلواغې د میاشتې دوه ویشتمه او د ۲۰۱۸ میلادی کال د فرورۍ د میاشتې یولسمه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب سره سمون خوری

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی ایران درست خلک دتهران په شمول په څه د پاسه زرو ښارونو او څلور زره کلیو کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په کلیزه کې میلیونی او تماشایی شتون لری .
د سلواغي د 22 نیټې پرتمین لاریون د ایران په سپیڅلی ښار مشهد او قم کې د خلکو د بیلا بیلو پرګنو ، مسولانو اومجتهدانو په شتون سره نن سهار پیل شو . همداراز په شیراز ، اصفهان ، کرمانشاه ، زاهدان او نورو سترو او واړو ښارونو او کلیو کې د ایران بصیرت لرونکی ملت په خپل تماشایی او ولولناک شتون سره د اسلامی نظام له ایډیالونو سره خپل بیعت تازه کړ او د پلې کارډونو په وړلو سره یې د ایران پرضد امریکا او لویدیځ ګواښونه وغندل .
پرون د سلواغې د میاشتې دوه ویشتمه او د ۲۰۱۸ میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې یولسمه نیټه وه چې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب سره سمون خوری
http://parstoday.com/ps/news/iran-i65357

captcha