IQNA

د شیخ ابراهیم الزکزکی خبرې تحریف شوی اوخلکوته غلط اطلاعات ورکړل شوی دی

7:38 - January 15, 2018
د خبر لمبر: 3480972
نړیواله ډله: شیخ ابراهیم الزکزکی پرون د نیجریه په پلازمینې ابوجا کې په یوه روغتونو کې له شتون وروسته چې دوه کاله وروسته له بنده خوشی شوی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نیجریه داسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکی چې له دوه کلن بنده وروسته په لومړی ځل دخبریالانو په وړاندې ظاهر شوی ، له خبریالانو سره له خبرو وروسته چې د نیجریه د حکومت په وسیله جوړ شوی نماش ؤ ، له خپل زوی سره په خبرو کې ټینګار کړی ، دهغه څرګندونې تحریف شوی او خلکو ته تحریف شوی خبرې رسول شوی دی .
شیخ ابراهیم الزکزکی پرون د نیجریه په پلازمینې ابوجا کې په یوه روغتونو کې له شتون وروسته چې دوه کاله وروسته له بنده خوشی شوی ، دخبریالانو په وړاندې حاضر شو او دنیجریه د ولس د ډیرو ملاتړونو په دلیل ئې له ولسه مننه او قدرونه کړې ده .
شیخ الزکزکی وئیلی دی ، دهغه جسمانی وضعیّت په ښه کیدو دی او اجازت ئې ترلاسه کړی چې خپل ډاکټر ئې طبی معاینه وکړی .
هغه وئیلی له دې مخکې یوازې امنیتی ډاکټرانو ئې معاینه کاوۀ.
دا په داسې حال کې دی چې د نیجریه ولس په همداوروستیو کې د دغه هیواد حکومت او پوځ ګواښلی ؤ چې که دهغوی رهبر شیخ ابراهیم الزکزکی او دهغه ماندینه خوشی نشی ، نو دحکومت او پوځ په ضد به اعتراضیه غورځنګ ته مخه کړی او بیا به ئې کنټرولول د حکومت له واکه وتلی وی.
شیخ ابراهیم الزکزکی او د هغه ماندینه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه د دغه هیواد په شمال کې په کادونا ولایت کې په زاریا ښار کې په یوې امامباړې د پوځیانو په یرغل کې چې شیخ ابراهیم د درو زامنو پشمول څه د پاسه زر شیعیان هم پکې شهیدان شوی وو، نیول شوی ؤ.

http://parstoday.com/ps/news/world-i63387

captcha