IQNA

د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو د جنایتونو له دوام څخه د ملګرو ملتو اندېښنه

23:40 - January 06, 2018
د خبر لمبر: 3480935
نړیواله ډله:په فلسطینی نیواکی زمکو کښې د ملګرو ملتود انسانی چارو د غږملتیا دفتر OCHA په فلسطینیانو باندې د صهیونېسټ رژیم د حملو او د هغوی د شهیدولو له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه.
د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو د جنایتونو له دوام څخه د ملګرو ملتو اندېښنهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پارس ټو ډی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز په نقل سره د مهر خبری اژانس د رپوټ له مخې په فلسطینی نیواکی زمکو کښې د ملګرو ملتود انسانی چارو د غږملتیا دفتر په خپل یو رپوټ کښې وویل، د صهیونېسټ رژیم فوځیانو د ۲۰۱۷ کال د دسمبر له نولسمې نه د روان کال د جنورۍ تر وړومبۍ نېټې پورې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کښې څوارلس فلسطینیان په شهادت رسولی دی.
د دغه نړیوال مرکز په رپوټ کښې راغلی دی چې په دغه موده کښې همدارنګ د سلګونو ماشومانو په شمول ۵۴۹ فلسطینیان د غاصبو صهیونېسټانو په ډزو سره ژوبل شوی دی.
له دې نه علاوه ۲۱۴ فلسطینیان په تېرو دوو هفتو کښې صهیونېسټانو نیولی دی چې له هغو څخه اتلس تنه ماشومان وو.
د فلسطینی چارواکو د رسمی شمېرنو له مخې په اوس حال کښې تقریبا شپږ زره او څلور سوه فلسطینیان منجمله ۶۲ ښځې، ۳۰۰ زلمیان او هلکان او د فلسطین د پارلېمان ۱۲ غړی د اسرائیلو په جېلونو کښې شپې سبا کوی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i62821
captcha