IQNA

په مالیزیا کښې د قرآن ماشومانو حافظانو نه لمانځنه + انځور

6:47 - December 20, 2017
د خبر لمبر: 3480895
نړیواله ډله: په اندونیزیا کښې د امام حسین علیه السلام د زیارت د دارالقرآن څانګې له اړخه د دغه هیواد ماشومانو لپاره چې قرآن کریم یی حفظ کړي مراسم پیل شو او هغوي ولمانځلې شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قرآنی قاف خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امام حسین علیه السلام د زیارت د دارالقرآن څانګې د اندونیزیا مشر محمد باقر منصوري، په دې اړه وویل: دا مراسم د دې مرکز قرآن لوستونکې، د هغوي کورنو او د جاکارتا اسلامی کلتوری مرکز مشر عبدالمجید حکیم الهي، په شتون کښې د دغه هیواد د قرآن کریم ماشومانو حافظانو نه لمانځنې موخې سره پيل شو.

په دې مراسمو کښې د اندونیزیا هیواد له ۳۵ قرآن کریم حافظه ماشومانو نجلۍ او هلکانو چې د قرآن کریم ۱ نه تر ۱۲ سپارو حافظان وو لمانځنه وشوه.

همدارنګه په دې مراسمو کښې د اندونیزیا خاتم النبیین حوزې مشر سید حسین شهاب، د امام حسین علیه السلام د زیارت نړیواله دارالقرآن څانګې مشر مصطفی طائی او د قم دارالقرآن استازي هم شتون لرلو.

وایئ د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن یوه څانګه په اندونیزیا کښې درې کاله مخکښې په دي هیواد کښې پرانیستې شوي او په کال او سر کښې یو شمېر قرآنی فعالیتونه او پروګرامونه پیل کوي.

تراوسه له ۲۰۰ نه زیات نجلۍ او هلکان د قرآن کریم لوستونکو د دې مرکز د قرآن کریم حفظ کولو دورو کښې ګډون کړي، او دا د وحي کلام یی حفظ کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3673812

captcha