قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایران راډیو نه په نقل، د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې د جمعیت علمای پاکستان مشر او د اهل سنتو مشهور عالم پیر اعجاز احمد هاشمي وویل: په عراق او سوریه کښې د ترهګرې ډلې خلاف وروستیو بریاو سره د مقاومت چورلیز بریالی شوی او په پاکستان کښې به هم ډیر زر تکفیري ترهګر ماتې وخوري.
د پاکستان دغه اهل سنت عالم همداشان د مسلمانانو ترمینځ تفرقه اچونه د اسلام د دښمنانو کار وباله او زیاته کړه چې له دې اختلافاتو څخه امریکا او صهیونیسټي رژیم ګټه پورته کوي.
parstoday.com