IQNA

چین کې د مسلمانانو قرآن ضبط

20:05 - November 24, 2017
د خبر لمبر: 3480811
نړیواله ډله: د چین سین کیانګ سیمې چارواکو د دېرش(۳۰) زرو مسلمانانو کورونه تفتیش کې، قرآنونه، جانماز او نور مذهبي څیزونه ضبط کړل.
چین کې د مسلمانانو قرآن ضبط

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ucanews خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د راپور پر اساس، د سینګیانګ چارواکو مسلمانانو ته ګواښ ورکړي وو چې خپل مذهبي څیزونه پټ کړي چې په کورونو کې لیدلو سره به په هغې سخته سزا ورکړلي کېږي.

د تکس ښار یو اوسېدونکې چې په سینکیانګ کې دې بیان سره چې له قراقستان نه بېرته را تللو سره خپل کور د پولیسو نه ډک ولیدو وویل: زما نوم او تذکره د نورو ۶۰ کسانو سره چې له ډېره وخته د سینګیانګ نه غایب دي د پلیسو غوښتلې شوي کسانو په فهرست کې وو.

هغه زیاته کړه: له ۲۵ اکتوبر نه تر لومړي نوومبر د ۳۰ زره مسلمانانو کورونه د سینکیانګ پولیس تفتیش کړل او قرآنونه، جانماز او نور مذهبی څیزونه یی ضبط کړي.

د چاینی چارواکو دوه میاشتې وړاندې د دې سیمې مسلمانانو ته ګواښ ورکړي وو چې د قرآن کریم او د دینی کتابونو په کور کې ساتلو نه ډډه وکړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3665467


captcha