قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عراق نون خبرونو نه په نقل، د سوډان ولسمشر چې دې اخیرنۍ ورځو کې د سعودي عرب په سفر وو او د دغه هیواد بادشاه سره یی کتنه کړي. هغه الشرق الاوسط ورځ پاڼې سره مرکه کې ادعا کړی چې ایران د عرب سنیان خپل هدف ګرځولې دي او غواړي چې د عرب نړۍ یوه برخه خپله کړي. د هغه دې خبرو نه څرګنده ده چې هغه د سعودي حکومت نه امتیاز اخیستلو لپاره دا رنګه خبرې کړي، په ایران باندې افریقا کې د تشیع خپرونو تهمت لګولو سره زیاته کړه: ایران له دې نه مخکې په سوډان کې د تشیع مذهب خپرولو. (!)
عمر البشیر همدارنګه په دا څي وخت کې دا بې بنیاده اظهارات او ادعا کړي چې په دغه سیمه کې د صهیونیست له اړخه جوړ شوي یو ایتلاف دغه سیمه خپل هدف ګرځولې او جمهوری اسلامی ایران تراوسه خپلو بې وقفي هڅو سره د تکفیریانو مقابله کړي او افراطی تکفیریان چې د افریقا شمال کې پرمختګ وو د هغې د کمزورۍ او مخنیوي سبب ګرځېدلې.
عمر حسن البشیر په ۴ بهمن د پیر په ورځ خپل رسمي سفر کې د سعودي عرب مرکزی ښار ریاض ته راغلي او د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیر سره یی کتنه کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو پرمختګ او ټینګوالي باندې خبرې اترې کړي.
سوډان دې کال د سعودی عرب سره اړیکې نیولو نه ورستو ایران سره خپل روابط ختم کړي. د عربستان سره نیږدېښت او د ځنې اقداماتو له مخې امریکا په سوډان باندې ځنې اقتصادي تحریم لګولي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3567246