قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د پاکستان سند ولایت مجلس وحدت مسلمین مشر حجت الاسلام دومکی د سند ایالت کې د عزاداري کمېټۍ مشرانو ته خپل تقریر کې وویل: د کربلا پېښه د ټولو مسلمانانو لپاره د عبرت درس او د نړۍ انسانانو لپاره درس دی او د بشریت د نجات د ګټې لاره هم په دغه پېښه کې پټه ده.
د سند ایالت مجلس وحدت مسلمین مشر د اسلامی نړۍ حالاتو ته اشارې سره او د اسلامی ویښتیا مخنیوو ته اشارې سره زیاته کړه: په دې حالاتو کې د شیعه او سنی وحدت ضروري دي او باید پوهه شو چې شیعه او سنی د اسلام دوه لاسونه دې او د یو بل لپاره د احترام وړ لري.
هغه دې ته اشارې سره چې امام حسین علیه السلام د خپلې زمانې د طاغوت خلاف پاڅون کړې وو وویل: نن مونږ هم باید د خپلې زمانې طاغوتو په خلاف یو شو او پوهه شو چې دا هغه دې چې د اسلامی امت ترمنځه اختلاف اچولو هڅې کوي.
حجت الاسلام دومکی په اخیره کې هیله څرګنده کړه چې ټول مسلمانان باید د امام حسین علیه السلام سیرت نه د سعادت لاره خپله کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3538646