IQNA

د الازهر شیخ مرستیال:

الازهر هیڅکله له شیعیانو سره د مقابلې فکر نه دې لرلي

17:55 - March 19, 2016
د خبر لمبر: 3479935
نړیواله ډله: محمد مهنا دې ته اشارې سره چې د الازهر شیخ احمد طیب، همېشه د شیعه خلاف کارونو په اړه غبرګون څرګنده کړي، تاکید وکړو: ډله ډلبندي د خطرناک کار دي چې نن د عربی سیمې په لمن کې پایېږي خو الازهر ولی یو ورځ هم د شیعیانو سره د مقابلې فکر نه دې لرلي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر السابع الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د شیخ الازهر مرستیال د مصر الحیات چینل سره مرکه کې وویل: شیخ الازهر یو ځلې بیا دا غوښتنه کړي چې د شیعیانو او د سنی عالمانو ترمنځه مشترکې غونډې پيل کړي، په تېره بیا عراق کې چې د دې ډله ډلبندۍ له کبله په کې قتل، وینه بهول او تاوتریخوالي تراوسه مېشته دې او د دغه هیواد له مصلحتونو سره سمون نه لري.

هغه زیاته کړه: الازهر، یو سنی پوهنتون دي چې ټولو مذهبونه سره د شیعه مذهب په کې ښودلې کېږي خو ولی د تشیع سیاسي لارې په دې مرکز کې هیڅ ځای نه لري.

د شیخ الازهر مرستیال څرګنده کړه: الازهر د ټول اسلامی امت لپاره او د اسلامی ټولو مذهبونو لپاره یو دینی مرجع شمېرلې کېږي.

محمد مهنا په اخیره کې وویل: الازهر حتی یو ورځ هم د شیعیانو سره د مقابلې فکر نه دې کړې. دا مرکز د دین تاریخي، علمی او عقیدي مسؤولیت لري او هر وخت یی د دین نه سیاسي ګټې ترلاسه کولو سره مخالفت کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3482075


captcha